په افغانستان کې د طبما فدراسیون تاریخ

Afzal-af
په افغانستان کې د طبما فدراسیون تاریخ

طبما داسې لوبه ده چې د روغتیا، حیاتي ځواک، د بدن پیاوړتیا او په ځان باورۍ لامل ګرځي د طبما ورزش د مبارزې او مهارت هنر دی چې د لوړو انساني ارزښتونو د ترلاسه کولو لپاره کارول کیږي.

د طبما تمرینونه د علومو پر بنسټ ولاړ دي، نرمښت، کشش، ژورن تنفس او د فکر او جسم پر پیاوړتیا پکې ډېر ټینګار کېږي.

په افغانستان کې دغه ورزش د رسول ضیايي له خوا تاسیس شو او په 1384 کال کې د بدني روزنې او سپورت په عمومي ریاست کې ثبت او ښاغلی ضیايي د دغه فدراسیون د مشر په توګه وټاکل شو.

دا ورزشي فدراسیون په کابل، پروان، بغلان، بامیان، غور، دایکندي، میدان وردګ، غزني او لوګر ولایتونو کې فعالیت کوي.

په مرکز او ولایتونو کې درې رزه لوبغاړي لري او ۸۰ لوبغاړي د دغه فدراسیون د ملي لوبډلې غړي دي.

په ۱۳۹۷ کال کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست له خوا د ورزشي فدراسیونونو د ټاکنو په ترسره کولو سره ښاغلي ضیایي د مثبتو رایو په اکثریت د دې فدراسیون مشر و ټاکل شو .

دا فدراسیون له نړیوالو لوبو څخه د سرو زرو، سپینو زرو او برونزو لسګونه مډالونه لري.