د ووشو اووه کسیزه لوبډله د المپیک په آسیايي سیالیو کې د ګډون په موخه جاپان ته ولاړه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۴:۲
د ووشو اووه کسیزه لوبډله د المپیک په آسیايي سیالیو کې د ګډون په موخه جاپان ته ولاړه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د ووشو ملي فدراسیون اووه کسیزه لوبډله چې څلور ورزشکاران، دوه روزونکي او یو رئیس یې په ترکیب کې ځای لري؛ د المپیک ۲۰ پړاو آسیايي سیالیو کې ګډون په موخه جاپان ته ولاړه.

یادو ورزشکارانو د ورزش ادارې له عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او د دې ادارې له فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ اړ نورو رهبري غړو سره د مخې ښې مراسم ترسره کړل. د ورزش ادارې رهبري دوی ته په سیالیو کې د ښې لوبېدنې او بریالیتوب دعا او لازمې سپارښتنې وکړې.

ښاغلي وثیق د آسیا په کچه دغو مهمو سیالیو کې د افغان ورزشکارانو په ګډون خوښي وښوده او دا چاره یې د افغانستان د ورزش د ارزښت په لوړېدو کې مهم ګام وباله.

ښاغلي وثیق همداراز د ورزشکارانو د منظم قرنطین او ښه چمتو والي ته په کتو هیله څرګنده کړه، چې افغان ورزشکاران به له دغو سیالیو څخه ښې لاسته راوړنې ولري.

ټاکل شوې، چې د آسیا په شلم پړاو المپیکي سیالیو کې به له افغانستان څخه په نهو بېلابېلو ورزشي رشتو کې ۳۴ ورزشکاران ګډون وکړي.

تمعه ده، چې د آسیا شلم پړاو المپیکي سیالۍ به د روانې سپټمبر میاشتې له ۱۹مې د اکتوبر تر څلورمې نېټې پورې د ۴۵ آسیايي هېوادونو په ګډون په ۴۱ ورزشي رشتو کې د جاپان په ایچي ناګویا ښار کې ترسره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۲۳
Background image

ميدان وردگ کې د فوټبال غوره ليګ پيل شو

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ميدان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره ليګ پيل شو.

د يادو سياليو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۴:۲
Background image

د ووشو اووه کسیزه لوبډله د المپیک په آسیايي سیالیو کې د ګډون په موخه جاپان ته ولاړه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د ووشو ملي فدراسیون اووه کسیزه لوبډله چې څلور ورزشکاران، دوه روزونکي او یو رئیس یې په ترکیب کې ځای لري؛ د المپیک ۲۰ پړاو آسیايي سیالیو کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۳:۵۷
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز ښرنه کې د ٢٠ولوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د محمد خیل لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې محمد. . .

BACK TO NEWS