د غزني مرکز کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۲۱:۱۸
د غزني مرکز کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت له مرکز او ولسواليو څخه د ۳۲ غوره لوبډلو او الف او ب لوبډلو ترمنځ د غزني کپ په نوم د فوټسال سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې پديده خورشيد لوبډلې خپلې سيالې الماس لوبډلې ته د ۴/۳ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د لوبغاړو ترمنځ يووالی رامنځته کول، د راتلونکي ليګ لپاره غوره لوبډلې چمتوالی، ورزش دودول او له نشه يي توکو څخه د ځوانانو لېري والی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۱:۱
Background image

هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د آزاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۰:۵۸
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له ۲۲ کلبونو د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې د ګلبدین. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۰:۵۳
Background image

بلخ؛ بلخ ولسوالۍ کې د ۶۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د ۶۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې.

. . .

BACK TO NEWS