خوست کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند متون ښار په شیخ زاید ورزشي جمنازیوم کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې لکڼ لوبډلې د ٢٩ پر ١٧ نمرو په توپیر خپلې سیالې تڼیو لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
