غور؛ چهارسده ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال لومړی درجه ليګ سيالۍ پيل شوې
د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چهارسده ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال لومړی درجه ليګ سيالۍ پيل شوې، چې يوه مياشت به دوام وکړي.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې سېلاب تخمان لوبډلې خپلې سيالې جوان مردان بيشه لوبډلې ته د ۲/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول، د ځوانو استعدادونو موندل او په چهارسدې ولسوالۍ کې د ځوانانو ورزشي روحيه پياوړي کول دي.
