غزني؛ واغظ ولسوالۍ کې د ۲۲۵ زره امريکايي ډالرو په ارزښت يو ورزشي جمنازيوم پرانيستل شو
د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ او د ابو منصور غزنوي له لوري د ياد ولايت په واغظ ولسوالۍ کې د ۲۲۵ زره امريکايي ډالرو په ارزښت يو ورزشي جمنازيوم پرانيستل شو.
ياد ورزشي جمنازيوم د دولتي چارواکو، ورزشي مسوولينو، مشرانو او د ورزشکارانو په شتون کې ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د پرانيستې په پای کې د ورزشکارانو له لوري د کونګ فوتوا نندارې هم ترسره شوې.
