د غزني مرکز کې د ۴۳ لوبډلو ترمنځ د نېزه وهنې سيالۍ وشوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۴:۳۸
د غزني مرکز کې د ۴۳ لوبډلو ترمنځ د نېزه وهنې سيالۍ وشوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د مرکز په اسفند دښته کې د ۴۳ لوبډلو ۱۷۲ نېزه وهونکو ترمنځ د نېزه وهنې سيالۍ وشوې.

په دغو سياليو کې د پکتيکا، پکتيا، خوست، ميدان وردګ، زابل، کابل، لوګر او غزني ولايتونو نېزه وهونکو ګډون کړی وو، چې په پايله کې غزني لومړی، واغظ لوبډلې دويم او د پکتيکا لوبډلې بیا درېيم مقام خپل کړ.

د يادو سياليو موخه د ولايتونو نېزه وهونکو ترمنځ همغږي او يووالی رامنځته کول او په غزني کې د نېزه وهنې ورزش ته وده ورکول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۵۷
Background image

ننګرهار؛ سرخرود ولسوالۍ کې د جوجيتسو سيالۍ وشوې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د جوجيتسو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سرخرود ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ راتلونکو لوبو ته د لا ښه چمتوالي په موخه د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۵۲
Background image

اتفاق لوبډلې د پکتيا فوټبال غوره ليګ اتلولي وګټله

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي سټډيوم کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ۲۰۲۶ کال فوټبال غوره لیګ سیالۍ د اتفاق لوبډلې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

خوست کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند کنډیو صحرا سیمه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د شمل زلمیو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

BACK TO NEWS