خوست کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۴:۳۰
خوست کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د ياد ولايت په مرکز چولانو سيمه کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ ليگ دويم پړاو سيالۍ چې يوه مياشت مخکې پيل شوې وې د چولانو زلميانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د چولانو زلميانو او چولانو اتلانو لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه چولانو زلميانو لوبډلې وگټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې يې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۸۱ منډو هدف وټاکه، په ځواب کې چولانو اتلانو لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره د ۷۷ منډې وکړې او لوبه يې د ۳ منډو په توپير وبايلله.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۴:۴۹
Background image

کابل کې د لسو ولايتونو د ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سراسري ملي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست سره په همغږۍ د پهلوانۍ ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار په ګډون د هېواد له ۱۰ ولايتونو څخه د ۲۰۰۰ څخه د زياتو ورزشکارانو ترمنځ د «قاري حيات الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۴:۴۶
Background image

خوست کې د ٤٥ لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز متون ښار په ملي اماني لوبغالي کې د ٤٥ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د کاروان تسل لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

دا سیالۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۴:۳۸
Background image

د غزني مرکز کې د ۴۳ لوبډلو ترمنځ د نېزه وهنې سيالۍ وشوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د مرکز په اسفند دښته کې د ۴۳ لوبډلو ۱۷۲ نېزه وهونکو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS