کندز کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند سپین زر ورزشي لوبغالي کې د ۵٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پای کې ٢۵ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او لومړي مقامونه یې ترلاسه کړل.
