ژمنيو المپیک لوبو کې د جاپان تاریخي ریکارډ

Afzal-af
ژمنيو المپیک لوبو کې د جاپان تاریخي ریکارډ

جاپان د ژمني المپیک په لوبو کې تاریخي ریکارډ جوړ کړ.

د تسنیم خبری آژانس د خبر له مخې او د سپورت ایکسپریس له قوله، جاپان د ۲۰۲۲ کال ژمنیو المپیک سیالیو کې چې د چین په کوربه‌توب وشوې، تر اوسه پورې ۱۴ مډالونه ګټلي دي. دا د دغو سیالیو په تاریخ کې د یاد هېواد لپاره یو تاریخي ریکارډ دی.

جاپان تر دې وړاندې په جنوبي کوریا کې د ۲۰۱۸ کال په ژمنیو المپیک کې ۱۳ مډالونه ګټلي وو.

دیادونې وړ ده چې جاپان د بېجينګ ژمنيو المپيک لوبو کې تر دې دمه دوه د سرو زرو، ۵ د سپينو زرو او ۷ د برونزو مډالونو په ګټلو سره ۱۲م ځای کې دی.