په فورمول ون کې د ریډ بول ټیم نوم بدلول

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، د ریډبول ټیم به له اوراکل سره د ۳۶۹ میلیون پونډو په ارزښت د نوي تړون له مخې د «اوراکل ریډبول ریسینګ» په نوم د فارمولا ون موټر ځغلونی په نوي فصل کې برخه واخلي.
د ریډبول مالک کریسټین هورنر وویل "نوی قرارداد په مناسب وخت کې لاسلیک شو ځکه چې په نوي F1 فصل کې به موږ وګورو چې لګښتونه شاوخوا 107 ملیون پوند ته لوړیږي.
د یادونې وړ ده چي مکس فرستاپن او سرجیو پرس د راتلونکي فصل فارمولا ون لپاره ریډبول چلوونکي دي.