د وزلوبې ۱۲ کسیزه ملي لوبډله د ۲۰۲۶ قبیله یي سیالیو کې د ګډون په موخه قرغیزستان ته روانه شوه
د وزلوبې ۱۲ کسیزه لوبډله، چې ۱۰ چاپندازان او یو روزونکی پکې شامل دی، د وزلوبې او نیزه وهنې ملي فدراسیون د رئیس حاجي سرور جلال په مشرۍ د ۲۰۲۶ قبیله یي نړۍوالو سیالیو ۶م پړاو کې د ګډون په موخه قرغیزستان ته روانه شوه.
دغه سیالۍ د قرغیزستان په کوربهتوب په بشکیک ښار کې د ۱۰۶ هېوادونو په ګډون د اګسټ پر ۳۱مه پیل شوي او د سپټمبر تر ۷مې به دوام وکړي.
