هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د لکړې ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسیدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې لکړې ځوانانو لوبډلې د یو پر صفر ګول په توپیر خپلې سیالې بارک اتلانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ.
