لغمان کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې
د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د مهترلام معياري انسټیټیوټ په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکز خواجه صاحب کلي کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د مرحوم شاپور ځدراڼ په ياد د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو لومړۍ لوبه د الکوزي او ق.اري فهيم لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه الکوزي لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۸۹ منډو هدف وټاکه، په ځواب کې قاري فهيم لوبډلې ياد هدف د لوبې په وروستي اور کې ترلاسه کړ او سيالي يې د پنځو ویکټو په توپیر وگټله.
د ويلو وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا ۲۵ ورځې دوام وکړي.
