کابل؛ د هېواد د ورزش ادارې عمومي رئیس د هندوستان له شارژدافیر سره وکتل
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست رئیس مولوي احمدالله وثیق، کابل کې د هندوستان هېواد شارژدافیر یتین پټیل سره وکتل او پر دوه اړخیزو ورزشي اړیکو یې ورسره خبرې وکړې.
په دغه لیدنه کې چې د هېواد د بهرنیو چارو وزارت استازي هم ګډون درلود، د دواړو لورو ترمنځ په ورزشي اړیکو خبرې وشوې او ژمنه وشوه، چې هڅه به کوي دغه اړیکې پراخه کړي.
یاده لیدنه د هندوستان هېواد د بهرنیو چارو وزارت د وزیر سوبرامانیام جي شنکر د هغو خبرو وروسته ترسره شوه، چې څه موده وړاندې یې ویلې و، چې موږ به له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کوو.
