د تکواندو افغان ورزشکار محمد ګل محمدي په نړۍ‌والو سیالیو کې د برونزو مډال وګاټه

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۴۲
د تکواندو افغان ورزشکار محمد ګل محمدي په نړۍ‌والو سیالیو کې د برونزو مډال وګاټه

چد تکواندو افغان ورزشکار محمد ګل محمدي د تکواندو نړۍ‌وال فدراسیون ریاست جام اتم پړاو سیالیو په پومسه سبک کې د برونزو مډال وګاټه.

محمد ګل محمدي درې سیالۍ د پاکستانی سیالانو پر وړاندې وکړې، چې لومړۍ یې په نومرو، دویمه یې د حریف په نه حاضرېدو وګټلې او درېیمه یې بایلوده.

دغه سیالۍ له ۴۰ څخه د ډېرو هېوادونو په ګډون د روانې میلادي میاشتې پر ۱۷مه پیل شوي او د همدې میاشتې تر ۲۱مې نېټې به دوام وکړي، چې د افغانستان په استازولۍ ۱۶ کسیزه لوبډله ګډون پکې لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۲۵
Background image

زابل؛ مرکز قلات کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٢٢ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۱۹
Background image

پکتیکا؛ سروضه ولسوالۍ کې د ٢٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په سروضه ولسوالۍ کې د ٢٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د عزت الله لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۶
Background image

کابل؛ د هېواد د ورزش ادارې عمومي رئیس د هندوستان له شارژدافیر سره وکتل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست رئیس مولوي احمدالله وثیق، کابل کې د هندوستان هېواد شارژدافیر یتین پټیل سره وکتل او پر دوه اړخیزو ورزشي اړیکو یې ورسره خبرې وکړې.

په دغه لیدنه. . .

BACK TO NEWS