پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د اووه لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز ښرنه کې د آزادي د پنځمې کالیزې په مناسبت د اووه لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پای کې یحیی خېل لوبډلې د ٤٠ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی، سروضې لوبډلې د ٣٨ نمرو په ترلاسه کولو سره دویم او مټاخان لوبډلې د ٢٩ نمرو په ترلاسه کولو سره درېیم مقام خپل کړ.
