تخار؛ درقد ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیمه ییزې سيالۍ وشوې
د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او سيمه ييزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په درقد ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیمه ییزې سيالۍ وشوې.
د دغو سياليو په پايله کې ۳۰ ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د اتلولۍ مقامونه خپل کړل او د ډالیو ګټونکي شول.
د يادو سياليو موخه ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
