ننګرهار کې د چپرهار جام سيالۍ د ښاروالۍ لوبډلې وګټلې

Afzal-af
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۸ - ۱۰:۵
ننګرهار کې د چپرهار جام سيالۍ د ښاروالۍ لوبډلې وګټلې

په ننګر ولایت کې د چپرهار جام په نوم د والیبال ټورنمنټ جوړ شوی و، چې د ښاروالۍ لوبډلې د اتلولۍ جام وګاټه.

په یاد ټورنمنټ کې له ختیځو څو ولایتونو څخه ۲۴ لوبډلو ګډون کړی و، چې د جلال‌اباد ښار په سراج‌العماره بڼ کې وشولې.

د یاد ټورنمنټ پای‌لوبې ته د ښاروالۍ او کنړ لوبډلې وتلې وې، چې درې د صفر پر وړاندې د کنړ لوبډلې په ماتې تمامه شوه او کپ د ښاروالۍ لوبډلې وګاټه.

د پای‌لوبې مراسمو کې د ننګرهار ولایت د ورزشي امر په ګډون د مرکز ځینو ورزشي مسوولینو هم ګډون کړی و.

ورزشي امر ورزشکاران د سولې سفیران یاد کړل او ورزشکارانو سره یې له اړخه د هر راز همکارۍ او اسانتیاوو برابرولو ژمنه وکړه.

د مراسمو په پای کې ګټونکې لوبډلې ته د اتلولۍ کپ او غوره‌لوبغاړي ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۰:۲۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۰:۲۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۰:۱۹
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې ۲۵ تنو خپلو. . .

BACK TO NEWS