بامیان؛ یکاولنګ ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې
د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د اوړي جام په نوم د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې، چې دوې اوونۍ یې دوام وکړ.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې شار کهنه لوبډلې خپلې سیالې اتحاد درېوران لوبډلې ته د ۳/۱ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
