کونړ؛ منورې ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په منورې ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د تېپ پال کرېکټ سیالۍ د وصال ټایګر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو په پایلوبه کې وصال ټایګر لوبډلې له خپل ۱۵۳ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۴۹ منډو په توپیر یې خپلې سیالې مارکېټ زلمو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې ۲۵ ورځې یې دوام وکړ.
