پکتیا؛ څمکنۍ ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په ځمکنۍ ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې یوسفزي اتلانو لوبډلې د ۲ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې نښتر اتلانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
