بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د ٩٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ٩٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سیالۍ وشوې.
د يادو سیالیو په پایله کې د ٢٠ جوړو لوبې مساوي او ٢٥ پهلوانانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
