بلخ؛ دهدادي ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په هدادي ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د ساحل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې ساحل لوبډلې خپلې سیالې چاهي لوبډلې ته د ۱-۰ ميدان په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
دا سيالۍ واليبال ورزش ته د ودې ورکولو په موخه وشوې، چې يوه اوونۍ يې دوام وکړ.
