پکتیکا؛ سروبي ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې نعمت الله لوبډلې له خپل ۱۵۹ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۴۹ منډو په توپیر یې خپلې سیالې شادي پاسني لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
