هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د خاد افغان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې خاد افغان لوبډلې د ۲ پر یو ګول په توپیر خپلې سیالې افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه ترسره شوې، چې لس ورځې یې دوام وکړ.
