هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د د ٢٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آنریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ٢٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې آزاد لوبډلې د ٢ پر یو ګول په توپیر خپلې سیالې سالار لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
