کابل کې د ٨٠ لوبغاړو په ګډون د فوټسال ملي لوبډلې ټاکنیز کمپ پیل شو
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون فوټسال کمېټې له لوري د فوټسال ملي لوبډلې نوي ګومارل شوي روزونکي دژان ددویچ تر روزنې لاندې په پلازمېنه کابل کې د ٨٠ لوبغاړو په ګډون ټاکنیز کمپ پیل شو.
د دغه کمپ د پیل په مراسمو کې د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د ورزش ادارې او د فوټبال فدراسیون فنی مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، د فوټبال فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر او د فوټبال فدراسیون او فوټسال کمېټې رهبري غړو ګډون کړی و.
د دغه کمپ په پیل غونډه کې د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق ورزشکاران د افغانستان د خلکو لپاره الګو وبلل او هیله یې وښوده چې په راتلونکو نړۍوالو سیالیو کې هم د افغانستان ښه استازیتوب وکړي.
ښاغلی وثیق همداراز د لوبډلې له رهبري وغوښتل چې ورزشکارانو ته دې هر ډول امکانات چمتو کړي. نوموړي دغه راز زیاته کړه چې ورزش اداره تل د خپلو ورزشکارانو ملاتړ کوي او هر ډول ملاتړ او لاسنیوي ته یې چمتو ده.
ټاکل شوې چې یاد کمپ به هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ترسره شي، چې ٢٥ ورځې به دوام وکړي او په پای کې به غوره لوبغاړي د هېواد په کچه د فوټسال الف لو ب لوبډلو ته وټاکل شي.
