په افغانستان کې د پانکریشن فدراسیون مخینه

د پانکریشن ورزش یو رزمي لوبه ده دا لوبه د سوک وهنې او محلي غیږنیونې یوه ټولګه ده.
په یوناني ژبه کې پانکریشن یو رزمي او د پانکریشن اصطلاح په يوناني ژبه کې د قدرت او ټول په معنا ده.
پانکریشن د لرغوني یونان د اولمپیا لومړنۍ رزمي ورزش ګڼل کیږي، په ۱۳۸۷ لمریز کال کې د عجب نور سیار په همکارۍ او هڅو سره د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست او د المپیک ملي کمیټې سره په رسمي ډول ثبت شو.
دغه ورزشي لوبې په کابل ، پروان ، زابل ، کندهار ، نیمروز ، خوست ، پکتیا ، ننګرهار، فاریاب، جوزجان ، کندز ، بغلان ، تخار ، پنجشیر ، کاپیسا ، غزني ، دایکندي و بامیان ولایتونو کې فعالې څانګې لري.
د پانکریشن فدراسیون د خپلو پخوانیو ورزشکارانو لکه صفي الله کوهستاني ، شیر محمد محمدي ، عبدالبشیر کیهان، محمد هارون مقامي ، علی فخري ، خالد عبدالله ، غلام رسول قاطع په مرسته توانیدلی لوبغاړي وروزي.
د پانکریشن فدراسیون په مرکز او ولایتونو کې شاوخوا څلور زره ورزشکاران لري، چې ۵۰ یې د ملي لوبډلې غړيتوب لري