بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګفو سیالۍ ترسره شوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګفو سيالۍ تر سره شوې.
دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټگوريو کې ترسره شوې، چې په پای کې ۲۵ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې لومړي مقامونه یې وګټل.
