دکیک بوکس له استادانو سره غونډه ترسره شوه.

Afzal-af
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۳۰ - ۸:۵۹
دکیک بوکس له استادانو سره غونډه ترسره شوه.

دپکتیا ولایت دبدني روزنې او ورزش رئیس نورالرحمن تسکین دمرکز او ولسوالیو دکیک بوکس دکلپونو له استادانو سره دستونزو دحل او پرمختګ په موخه ناسته ترسره کړه،

په یاده لیدنه کې په کیک بوکس کې دموجود ستونزو او مشکلاتو په تړاو مفصل بحث وشو داستادانو نظرونه،غوښتنې او سپارښتنې واورول شوې،

او دموجوده ستونزو په حل لارو او دپرمختګ په طریقو وغږیدل،

استادانو داسـ.لامي امـ.ارت له راتګ نه خوښي څرګنده کړه او یادونه یې وکړه چې دامـ.ارت په راتګ سره په پکتیا کې د ورزش په برخه کې دپرمختګ په لور روان یو.

او همدارنګه دکلبونو استادانو ته دبدنې روزنې او ورزش رئیس نورالرحمن تسکین لخوا لازمې سپارښتنې وشوې،

تسکین وویل دلته اوس تعصب او قوم پرستي ته هیڅ ځای نشته ټول ورزش کاران لکه دیوه وجود داعضاؤ په څیر دي.

تسکین وویل کیک بوکس یوه مُهمه رشته ده

زموږ موخه داده ترڅو یاده رشته په پوره مانا پرمختګ وکړي، او په کومو ولسوالیو کې چې دیادې رشتې څانګې نشته هلته یې هم باید څانګې انتقال کړو ،

دلته اوس ټول تمرکز فقط په پرمختګ ده،ټول استادان باید سره هماهنګي ولرئ،

همدارنګه له دوی څخه غوښتنه وشوه ترڅو په کلپونو کې تعصب او قوم پرستۍ ته هیڅ ځای ورنه کړي بلکې له ټولو شاګردانو سره دخپلو وروڼو په شان زحمت وکاږي.

غونډه داختتامي دُعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

داړیکو او عامه پوهاوي مدیرت.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۰:۲۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۰:۲۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۰:۱۹
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې ۲۵ تنو خپلو. . .

BACK TO NEWS