رونالډو غواړي د څلور یا پنځو کلونو وروسته فوتبال پریږدي

د منچسټر یونایټیډ لوبغاړي رونالډو د فیفا لخوا د ځانګړې جایزې له ترلاسه کولو وروسته اعلان وکړ چې ډیر ژر د تقاعد په اړه فکر نه کوي.
که څه هم کریستیانو رونالډو د فیفا د کال د غوره لوبغاړي جایزې د ګټلو لپاره له دریو مخکښ لوبغاړو څخه نه و خو بیا هم هغه د فوټبال نړیوال فدراسیون له رییس څخه ځانګړې جایزه ترلاسه کړه.
هغه د جایزې له ترلاسه کولو وروسته وویل: "زه د خپلو ټولو ټیم ملګرو څخه مننه کوم، په ځانګړې توګه د ملي ټیم څخه، زه واقعا د ویاړ احساس کوم زه فیفا ته ډیر درناوی لرم او زه له ټولو مننه کوم د دې جایزه یې ترلاسه کول خورا مهمه لاسته راوړنه ده زه غواړم د نورو 4 یا 5 کلونو لپاره لوبه وکړم.
هغه زیاته کړه: "که تاسو د خپل بدن سره ښه چلند وکړئ او ښه پاملرنه وکړئ، ستاسو بدن به تاسو ته ښه ځواب درکړي."