چين ژمني المپیکي لوبو کې عامو نندارچیانو ته تکټونه نه ورکوي

چین هیواد د پیکنينګ ژمنيو المپیکي سیالیو کې د کرونا له امله عامو نندارچیانو ټکټونه نه ورکوي.
د ۲۰۲۲ کال ژمنۍ المپیکې لوبې د فبرورۍ په څلورمه پیلېږي او د نندارې لپاره به یې یوازې یوې ځانګړې ټاکل شوې ډلې ته اجازه ورکړل شي.
د دې لوبو تنظیمونکو تېره ورځ ویلي چې د دې لوبو نندارچیان او لوبغاړو ته امر شوی چې د ّکرونا ویروس د مخنیوي په برخه کې لازمو تدابیر ته بشپړ پام وکړي.
چين د کرونا د صفر کولو تګلارې ته ځان ژمن بولي خو دلته د اومېکرون بڼې څو پېښو د دې تګلارې په اړه هم شکونه پیدا کړي.
د یادولو ده چین کې د جنورۍ په ۱۵مه د کرونا د اومېکرون بڼې لومړنۍ پېښه ثبت شوه.