کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ د ۶۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيمه ييزې سيالۍ وشوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ او د قلعه زال ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري د يادې ولسوالۍ په تربوز ګزر سيمه کې د ۶۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيمه ييزې سيالۍ وشوې.
د دغو سياليو په پایله کې ۳۰ کورشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې او د ډاليو ګټونکي شول.
د يادو سياليو موخه دوديزو لوبو ته وده ورکول او خلکو ته سالمه تفرېح برابرول و، چې يوه شپه يې دوام وکړ.
