جوزجان؛منګجک ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې سیمه ييزې سيالۍ وشوې
د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او سيمه ييزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت د منګجک ولسوالۍ په بويين سفلا کلي کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې سیمه ييزې سيالۍ وشوې.
د دغو سياليو په پایله کې د څلورو جوړو لوبې مساوي او ۳۶ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې او د ډاليو ګټونکي شول.
د يادو سياليو موخه دوديزو لوبو ته وده ورکول او د خلکو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
