د هېواد ورزش ادارې رهبري هېواد ته د راستون شوي ورزشکار " ريل کمانډو" سره وليدل

org_admin
جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۴:۴۵
د هېواد ورزش ادارې رهبري هېواد ته د راستون شوي ورزشکار " ريل کمانډو" سره وليدل

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست، عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق، فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ او د رهبري غړو، هېواد ته د تازه راستون شوي د ورزش مشهورې او پیژندل شوې څیرې ريل کمانډو سره په خپل کاري دفتر کې وليدل.

په دغه ليدنه کې د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق، په ریل کمانډو مشهور د رزمي ورزشونو ورزشکار حليم الله صافي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، هېواد ته په راتګ خوښي وښوده.

دغه راز ډاډ يې ورکړ، چې د هېواد ورزش اداره به ستاسو ترشاه ولاړه وي او ستاسو ملاتړ به کوي.

همدارنګه د المپيک ملي کمېټې مرستيال باور خان هوتک د نوموړي په راتګ خوښې وښوده او زياته يې کړه، چې کمانډو اوس کولی شي خپلو هېوادوالو او ځوانانو ته خدمت وکړي او له نوموړي څخه يې غوښتنه وکړه چې خپلې تجربې له ورزشکارانو او ځوانانو سره شريکې کړي.

په ورته وخت کې حليم الله صافي( ريل کمانډو)، د هېواد د ورزش ادارې د رهبرۍ له هرکلي او ليدنې مننه وکړه او د ورزش په برخه کې يې د يادې ادارې د کړو خدمتونو ستاينه وکړه او زياته يې کړه، چې زما اراده دا ده، چې، خپلو ټولو ورزشکارانو ته به ښه خدمت کوم او خپل ورزشکاران به نړیوالو سياليو ته چمتو کوم.

د ويلو ده، چې حليم الله صافی، چې په ریل کمانډو مشهور دی، څو لسيزې يې په پاکستان کې په مهاجرت کې تيرې کړي او تازه هېواد ته راستون شوی دی، چې په بېلابېلو ورزشي رشتو کې غوره مهارتونه لري او ګڼ شمېر ورزشکاران او ځوانان يې روزلي دي او په ټولنيزو رسنيو کې زيات شمېر مينوال لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۹:۴۷
Background image

افغان ورزشکار د سنوکر نړۍ‌والو سیالیو نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه

د سنوکر افغان ورزشکار رییس خان سن‌زي د سنوکر نړۍ‌وال جام لوبو ١٦ غوره لوبغاړو پړاو په انفرادي سیالیو پرلپسې د قطر او متحده عربي اماراتو سیالانو ته ماته ورګړه او نیمه پایلوبې ووت.

دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۹:۴۵
Background image

کابل کې د ساحلي واليبال ملي ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست سره په همغږۍ د واليبال ملي فدراسیون له لوري د دولس لوبډلو ترمنځ د ساحلي واليبال شپږم پړاو ملي ټاکنيزې سيالۍ، چې د ياد رياست په ساحلي واليبال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۹:۴۳
Background image

افغان ورزشکار رییس خان سن‌ز ی د سنوکر نړۍ‌والو سیالیو کې د 16 غوره لوبغاړو پړاو ته ووته

د سنوکر افغان ورزشکار رییس خان سن‌زي د سنوکر نړۍ‌وال جام سالیو ۲۴ غوره لوبغاړو پړاو په انفرادي برخه کې هندي سیال ته د ۳ - ۲ میدانونو په توپیر ماته ورکړه او د ۱۶ غوره لوبغاړو پړاو ته. . .

BACK TO NEWS