د کابل والیبال جام دیارلسم پړاو سیالۍ پیل شوې

org_admin
جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۴:۹
د کابل والیبال جام دیارلسم پړاو سیالۍ پیل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په همکارۍ، د واليبال ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست په ۲٫۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د نهو لوبډلو ترمنځ د کابل واليبال جام ديارلسم پړاو سيالۍ پيل شوې.

د دغو سیالیو د پرانیستلو په مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د یادې ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، د کابل ولایت د بدني روزنې او ورزش رئیس مولوي عتیق الله خالد، د ورزش ادارې یو شمېر مسؤلینو او د والیبال ملي فدراسیون استازو گډون کړی وو.

د يادو سياليو د پرانيستې پر مهال د ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق وویل: دا ډول ورزشي پروگرامونه د سیالیو ترڅنگ د ورزشکارانو د وړتیاوو لوړولو، د نويو استعدادونو د موندلو او د لوبغاړو ترمنځ د تجربو د تبادلې لپاره ځانگړی ارزښت لري.

ورته مهال د والیبال ملي فدراسیون اداري مرستیال محمد عارف پیمان د ورزش ادارې له رهبرۍ څخه د همکارۍ له امله مننه وکړه او پر لوبډلو یې د سیالیو د اصولو او ورزشي اخلاقو د رعایت ترڅنگ، له لوبڅارانو يې وغوښتل، چې د لوبو په جريان کې بې طرفه قضاوت او عادلانه پرېکړې وکړي.

د سیالیو په پيليزه لوبه کې سرې میاشت کلب لوبډلې خپلې سيالې ستورو کلب لوبډلې ته د ۳-۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بریا یې په خپل نوم کړه.

ټاکل شوې ده، چې دغه سیالۍ به يوه اوونۍ دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۴:۵۹
Background image

تخار؛ دشت قلعه ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دشت قلعه ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۴:۵۶
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې له بلخ، شبرغان او کندز څخه پهلوانانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۴:۵۵
Background image

ارزګان؛ ترینکوټ ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ وشوې

د ارزګان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د اتليتک فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ترینکوټ ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې.

دا سيالۍ چې يوه ورځ. . .

BACK TO NEWS