پکتيکا؛ سروضه ولسوالۍ کې د نيزه وهنې سيالۍ وشوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۹:۴۹
پکتيکا؛ سروضه ولسوالۍ کې د نيزه وهنې سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د وزلوبې، نيزه وهنې او سیمه ییزو لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د سروضه ولسوالۍ په سلطانو کلي کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په پايله کې اتفاق کلب لوبډلې د ۲۸ امتيازونو په خپلولو سره لومړی، يوسف خېلو لوبډلې د ۲۶ امتيازونو سره دويم او سروضه ولسوالۍ لوبډلې د ۲۴ امتيازونو په ترلاسه کولو سره درېيم مقام خپل کړ.

دا سيالۍ د يادې ولسوالۍ وگړو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې په پای کې اتلې لوبډلې ته يو سېرلی، دويم او درېيم مقام گټونکو لوبډلو ته کپونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۳۱
Background image

بلخ؛ کشندې ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کشندې ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۲۰ جوړو ترمنځ لوبې مساوي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۲۹
Background image

خوست؛ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ. . .

BACK TO NEWS