ننګرهار؛ ګوشتې ولسوالۍ کې د اتولوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په ګوشتې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د خیر بندي اتلانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې خیر بندي اتلانو لوبډلې له خپل ۱۴۳ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۴۵ منډو په توپیر خپلې سیالې ګوشتې شاهانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې لس ورځې یې دوام وکړ.
