د لیونل میسي له جذب وروسته د پاریسټ جرمن لوی پرمختګ

د پاریسټ سینټ جرمن مالي مدیر مارک آرمسټرانګ د ټیم په مالي پرمختګ کې د لیونل میسي رول ته کتنه کړې ده.
له هغه وخته چې لیونل میسي په اګسټ کې پاریس ته ورسید، کلب اته نوي سپانسران جذب کړل. د کلب اوسنی سپانسرشیپ هم ښه شویاو لوی شرکتونه د پاریسټ سینټ جرمن سره د کار کولو دوام ته ډیر لیواله شوي. د مثال په توګه، Nike به تر 2032 پورې د پاریست سینټ جرمین سره د 75 ملیون یورو قرارداد سره کار ته دوام ورکړي، او کوکا کولا پدې وروستیو کې د کلب سره خپل قرارداد تر 2024 پورې غځولی دی.
پاریسټ سینټ جرمین په 2021 کې له یو ملیون څخه ډیر کمیسونه وپلورل چې دا د تیرو کلونو په پرتله خورا ډیر دي، او د لیونل میسي رالیږد د 30 څخه تر 40٪ سلنه ډیروالي کې مرسته کړې. په یوه مرکه کې مارک آرمسټرانګ دا خبر تایید کړ او د پاریسټ سینټ جرمین په مالي وده کې یې د لیونل میسي د رول ستاینه او ادعا یې وکړه چې کلب 10٪ مالي وده درلوده.