پارسنت جرمن برس لوبډلې ته ماتې ورکړه

ناپیژنده (not verified)
پارسنت جرمن برس لوبډلې ته ماتې ورکړه

تمیم هیبت

یکشنبه ، مرغومی ٢٦مه ،١٤٠٠

د تسنیم خبری آژانس د خبر له مخې، د فرانسې د لوشامپیونه د ۲۱مې اونۍ په تر ټولو مهمه لوبه کې د پارسنت جرمن د برس کوربه وه چی دی لوبډلې ته ۲-۰ په پایلې ماتې ورکړه.

د پی اس جي لپاره کیلیان امباپه په ۳۲مه دقیقه کې او تیلو کرر په ۵۳مه دقیقه کې ګولونه ووهل .

د پارسنت جرمن لوبډله چې په لوشامپیونه لیګ کې یې له پرله پسې دوه مساوي کولو وروسته درې امتیاز ترلاسه کړې دی ، لا هم د ۵۰ امتیازو په لرلو سره د جدول په سر کې ځای لری او برس لوبډله په جدول کې دیارلسم ځای کې دی .