افغان ورزشکارانو د رزمي ورزشونو اسیایي سیالیو کې دوه مډالونه وګټل

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۹:۴
افغان ورزشکارانو د رزمي ورزشونو اسیایي سیالیو کې دوه مډالونه وګټل

افغان ورزشکارانو د رزمي ورزشونو څلورم پړاو اسیایي ته د لار موندنې سیالیو کې یو د سپینو زرو او یو د برنزو مډال وګاټه.

په دغو سیالیو کې سمیع الله حمیدي په ۶۵ کیلو ګرامه وزن کې خپلې لومړۍ دوه لوبې له چیني او منګولیایي سیالانو وګتلې؛ خو درېیمه لوبه کې یې د ازبکستاني سیال پر وړاندې ماته ومنله او د سپینو زرو یې په خپل نوم کړ. او پروېز کاپیساوال په ۵۶ کیلو ګرامه وزن کې د برنزو مډال په خپل نوم کړ.

په دغو سیالیو کې د افغانستان په استازولۍ ۱۳ ورزشکاران ۴ روزونکي او یو هیئت ګډون لري.

یادې سیالۍ د ۲۳ هېوادونو په ګډون د ازبکستان هېواد په کوربه‌توب په تاشکند ښار کې د روانې میلادي میاشتې پر ۲۲مه پیل شوي او د همدې میاشتې تر ۲۴مې نېټې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۲۲:۳۹
Background image

د ورزش اداري رهبري د زابل ولایت له ورزشي آمریت څخه لیدنه وکړه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق په مشري یو څلور کسیز پلاوي زابل ولایت ته د سفر پر مهال د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد ولایت له ورزشي آمریت، اداري کارکوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۲۲:۳۶
Background image

د بغلان مرکز کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د wtf تکواندو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د wtf تکواندو ټاکنیزې سیالۍ وشوې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۲۲:۳۴
Background image

دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رستمي غېږنیونې سیالۍ وشوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رستمي غېږنیونې سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ. . .

BACK TO NEWS