ریال ماډریډ بارسلونا ته ۳-۲ ماته ورکړه.

ناپیژنده (not verified)
ریال ماډریډ بارسلونا ته ۳-۲ ماته ورکړه.

پنجشنبه ۲۳ د مرغومی ۱۴۰۰

سمیر هیبت

ریال ماډریډ په تاریخ کې لومړۍ لوبډله شوه چې د بارسلونا خلاف یې ۱۰۰ بریاوې ترلاسه کړې.

ال کلاسیکو د اسپانیا سوپر کپ نیمه پایلوبه کې ریال ماډریډ له بارسا څخه ۳-۲ لوبه وګټله او فاینل ته یې لاره پیدا کړه.

په دې لوبه کې ریال و چې د وینسیوس په ګول سره مخکښ شو خو په ۴۲مه دقیقه کې د لوک دیانګ په ګول وهلو سره لوبه مساوي شوه.

ریال هم په دویمه نیمايي کې د کریم بنزما له خوا دویم ګول وواهه، خو په ۸۴مه دقیقه کې انسو فاتي د بارسلونا په ګټه ګول وهنه وکړه او لوبه یې اضافي وخت ته وغځوله.

په پای کې، په لومړۍ نیمایي کې د اضافي وخت فده والورده د ریال ماډریډ لپاره ګول وهنه ترسره کړه او ریال یې بریا ته ورسوله.

په دې بریا سره ریال ماډریډ په ۲۴۸ سیالیو کې د بارسا پر وړاندې د ۱۰۰ بریاوو ریکارډ خپل کړ.

په تاریخ کې هیڅ یوې لوبډلې د بارسا په وړاندې سل بریاوې نه دي ترلاسه کړي. دا د بارسلونا پر وړاندې د ریال پنځمه پرله پسې بریا هم وه.