د HATKO ترکي شرکت انجينرانو  لوګر او غزني کې د فوټبال لوبغالو جوړولو په موخه له ټاکل شویو ځمکو څخه لیدنه وکړه 

org_admin
جمعه ۱۴۰۵/۳/۱ - ۲۲:۱۶
د HATKO ترکي شرکت انجينرانو  لوګر او غزني کې د فوټبال لوبغالو جوړولو په موخه له ټاکل شویو ځمکو څخه لیدنه وکړه 

د افغانستان فوټبال ملي فدراسیون سره په همغږۍ د فوټبال نړيوالې او اسيايي شورا  د ترکې هېواد د HATKO شرکت انجينرانو لوګر او غزني کې د فوټبال لوبغالو د جوړونې په موخه له ټاکل شویو ځمکو څخه لیدنه وکړه، چې په نږدې راتلونکي کې به يې چارې پيل شي. 

پر دغو دوو لوبغالو سربېره  د کندهار، هرات او مزار ولایتونو د فوټبال سټېډیمونو ته د فيفا له لوري مصنوعي چمنونه او نور اړين توکي را استول شوي، چې د دغو چمنونو لومړنۍ چوپه دوه ورځې وړاندې هرات ته را ورسېده او ژر به یادو ولایتونو ته ورسول شي. 

د لوګر د فوټبال فدراسيون د مسولینو د معلوماتو له مخې د لوګر لوبغالی به په درې پړاونو کې په اساسي ډول ورغول شي، چې په لومړي پړاو کې به يې چمن او جالۍ جوړې شي، په دویمه مرحله کې به يې دفترونه، د لوبغاړو د لباس بدلولو ځای او تشنابونه جوړ شي او په وروستۍ یا درېيم پړاو کې به يې د لوبغالي احاطه او نور اړين کارونه ترسره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۲۲:۳۹
Background image

د ورزش اداري رهبري د زابل ولایت له ورزشي آمریت څخه لیدنه وکړه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق په مشري یو څلور کسیز پلاوي زابل ولایت ته د سفر پر مهال د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد ولایت له ورزشي آمریت، اداري کارکوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۲۲:۳۶
Background image

د بغلان مرکز کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د wtf تکواندو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د wtf تکواندو ټاکنیزې سیالۍ وشوې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۲۲:۳۴
Background image

دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رستمي غېږنیونې سیالۍ وشوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رستمي غېږنیونې سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ. . .

BACK TO NEWS