لوگر؛ مرکز پل عالم کې د لوګر پوهنتون څلورو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۰:۱۵
لوگر؛ مرکز پل عالم کې د لوګر پوهنتون څلورو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت په مرسته او د لوګر پوهنتون ورزشي مديريت له لوري د ياد ولايت په مرکز پل عالم ښار کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې جيولوژي او معدن پوهنځي لوبډلې خپلې سیالې زراعت پوهنځي لوبډلې ته د ۲/۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د محصلینو ترمنځ د اړيکو زياتوالی او واليبال لوبو ته وده ورکول و، چې لس ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۰:۲۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۰:۲۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۰:۱۹
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې ۲۵ تنو خپلو. . .

BACK TO NEWS