دایکندي؛ مرکز نيلي کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې
د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز نيلي کې د لوی اختر جام په نوم د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې، چې يوه اوونۍ به دوام وکړي.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې مرکز ځوانانو لوبډلې خپلې سیالې ازموک ځوانانو لوبډلې ته د ۳/۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او د لوی اختر نمانځل دي.
