افغان ورزشکار محمد قاسمي د رزمي ورزشونو اسیایي سیالیو کې د برونزو مډال وګاټه
د رزمي ورزشونو له ۱۶ – ۱۸ عمري کټګورۍ اسیایی سیالیو کې محمد قاسمی په ۴۵ کیلو ګرامه وزن کې له تاجکستاني سیاله په ماته منلو او د هندي سیال په ماتولو د برنزو مډال خپل کړ.
همدا ډول روحید ستانکزي په ۶۰ کیلو وزن کې ازبکستاني سیال ته ماتې ورکړه نن به له قزاقساني حریف سره میدان ته ښکته شي او فیاض احمد ابراهیمي هم له یوې ماتې او استراحت سره د سیال له مشخصېدو وروسته نن د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.
یادې سیالۍ د ازبکستان په کوربتوب له شلو ډېرو هېوادونو په ګډون، چې د هېواد په استازولۍ پنځه ورزشکاران، یو هیئت او یو روزونکی پکې ګډون لري، د روانې میلادي میاشتې پر ۱۶مه پیل شوي او نن( د مې ۱۹مه) به پای ته ورسېږي.
