کندز؛ امـام صاحب ولسوالۍ کې د فوټسال الـف ليگ سیالۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د فوټسال الف ليگ گروپي سیالۍ د اتحاد سرقطغن لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سیالیو په پایلوبه کې اتحاد سرقطغن لوبډلې خپلې سیالې جوانان آمو لوبډلې ته د ۵-۲ گولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
دا سیالۍ فوټسال ورزش ته د ودې ورکولو او د غوره لوبغاړو موندلو په موخه وشوې، چې شاوخوا ۳۰ ورځې يې دوام وکړ.
