کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۱۸
کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د نويو ځوانانو ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د آق تپې نويو ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې آق تپې لوبډلې خپلې سيالې ارساي آق تپې لوبډلې ته د ۴-۲ گولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

دا سيالۍ فوټبال ورزش ته د ودې ورکولو په موخه وشوې او دوه ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۵:۲۹
Background image

سمنگان؛ خلم ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د سمنګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خلم ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۵:۲۸
Background image

ننګرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۵:۲۵
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو. . .

BACK TO NEWS