کابل ښار کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو استعداد موندنې سيالۍ پای ته ورسېدې
د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په مرسته او د ووشو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د کابل ښار له مختلفو کلبونو د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ په بېلابېلو وزنونو کې د ووشو استعداد موندنې سيالۍ پای ته ورسېدې، چې دوې ورځې يې دوام وکړ.
دغه سيالۍ د تنکيو ځوانانو، نويو ځوانانو، ځوانانو او د لويانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې ۴۴ غوره ورزشکاران د کابل ښار منتخبې لوبډلې راتلونکو سياليو ته وټاکل شول.
د يادو سياليو موخه د کابل ښار منتخبه سياليو ته د غوره ورزشکارانو ټاکل و.
